John 17:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې ما هغوئ ته هغه کلام ورکړے دے کوم چې تا ما له راکړے دے، او دوئ هغه قبول کړے دے، او هغوئ په حقيقت پوهه شوى دى چې زۀ له تا نه راغلے يم، او د هغوئ په دې ايمان دے چې زۀ تا رالېږلے يم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې هغه پیغام چې تا ماته راکړی دی هغه مې هغوی ته رسولی دی او هغوی قبول کړی دی. هغوی پوهیږي چې دا رښتیا دي چې زه ستا له خوا راغلی یم او په دې باندې ایمان لري چې زه تا رالېږلی یم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه ما هغوئ ته کلام ورکړے دے کُوم چه تا ما له راکړے دے، اَؤ دوئ هغه قبُول کړے دے، اَؤ هغوئ ته دا معلُومه شوه چه دا رښتيا دى چه زَۀ له تا نه راوتلے يم، اَؤ هغوئ په دے ايمان راوړے دے چه زَۀ تا را استولے يم.