John 18:20 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ما دُنيا ته په ډاګه خبرې کړې دى. ما همېشه په عبادتخانو او د خُدائ په کور کښې تعليم ورکړے دے چرته چې ټول يهوديان راغونډيږى او ما په پټه څۀ هم نۀ دى وئيلى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی ځواب ورکړ: «ما د ټولو په مخکې ښکاره خبرې کړي دي. ما تل په کنیسو او د خدای په کور کې چې خلک په کې راټولیږي تعلیم ورکړی دی او هېڅکله مې پټې خبرې نه دي کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”ما ټولو خلقو ته په ډاګه خبرے کولے. ما هميشه په عبادت خانو اَؤ دَ خُدائے په کور کښے تعليم ورکړے دے چرته چه ټول يهوديان راغونډيږى اَؤ هيڅ شے مے په پټه نۀ دے وئيلے.