John 18:25 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په دې دوران کښې شمعون پطروس ولاړ وو او خپل ځان يې تودولو، نو هغوئ ترې تپوس وکړو، ”ولې تۀ هم د هغۀ د مريدانو نه يو نۀ يې څۀ؟“ هغۀ اِنکار وکړو او وې وئيل چې، ”نه، زۀ نۀ يم.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په دې وخت کې شمعون پطروس په هغه ځای کې ولاړ ؤ او ځان یې توداوه، نو ځینو خلکو چې هلته ولاړ وو ورڅخه پوښتنه وکړه: «ایا ته هم د هغه د شاګردانو څخه نه یې؟» خو پطروس منکر شو او ویې ویل: «نه، زه نه یم»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په دے دوران کښے شمعُون پطروس ولاړ وو اَؤ ځان ئے تودولو، نو نورو تپوس وکړو، ”آيا تۀ هم دَ هغۀ مُريد نۀ يئے څۀ؟“ خو هغۀ اِنکار وکړو اَؤ وئے وئيل چه ”زَۀ نۀ يم.“