John 18:3 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو يهوداه د فريسيانو او مشرانو اِمامانو له خوا د رومى آفسر وسله بنده دسته او محافظان ډيوې او مشعلونه په لاس هغه ځائ ته راغلل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
یهودا یوه ډله رومي عسکر او د خدای د کور ساتونکي چې د مشرانو کاهنانو او فریسیانو له خوا رالېږل شوي وو، د ځان سره واخیستل او باغ ته ورغلل. د هغوی سره لاټینونه اوڅراغونه وو او په وسلو باندې سمبال وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو يهوداه دَ رُومى سپاهيانو يو پلټن دَ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ فريسيانو له خوا ليږلى شوى دَ خُدائے دکور محافظان دَ ځان سره واخستل چه ډيوے، مشعلُونه اَؤ وسلے ورسره وے، هغه باغ ته ورغلل.