John 18:38 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”حقيقت څۀ دے؟“ دې نه پس هغه بيا يهوديانو له بهر ورووتو او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ما د دۀ خلاف هيڅ جرم پېدا نۀ کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
پیلاتوس پوښتنه وکړه: «حقیقت څه دی؟» کله چې پیلاتوس دا وویل، هغه بېرته دباندې راووت، یهودي مشرانو ته لاړ او اعلان یې وکړ: «زه په ده کې کوم جرم نه وینم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
پيلاطوس ووئيل، ”حقيقت څۀ دے؟“ په عيسىٰ دَ مرګ فتوىٰ متى ۲۷ :  ۱۵ ـ ۳۱، مرقوس ۱۵ :  ۶ ـ ۲۰، لُوقا ۲۳ :  ۱۳ ـ ۲۵ اَؤ دے وئيلو سره هغه بيا يهوديانو ته ورووتو. هغۀ ووئيل چه ”زَۀ دَ خپله لوريه په هغۀ کښے هيڅ خطا نۀ وينم.