John 19:12 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د هغه ساعت نه پس پيلاطوس ډېر کوشش کولو چې هغه آزاد کړى خو يهوديانو چغې وهلې، ”کۀ تا دا سړے آزاد کړو نو تۀ د رومى قيصر خير خواه نۀ يې. هر څوک چې د بادشاه کېدو دعوىٰ کوى هغه د رومى قيصر مخالفت کوى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې پیلاتوس دا خبره واورېدله، نو کوښښ یې وکړ چې هغه ازاد کړي خو یهودیانو به بیا چیغې وهلې او ویل یې: «که چېرې تا دا سړی ازاد کړ نو ته د امپراتور دوست نه یې. هرڅوک چې دعوه کوي چې زه پاچا یم، نو هغه د امپراتور په خلاف سرکښي کوي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ هغه ساعت نه پيلاطوس ډير کوشش کاوو چه هغه آزاد کړى خو يهوديان په چغو سر وُو، ”که تا دا سړے آزاد کړو نو تۀ بيا دَ رُومى قيصر خير خواه نۀ يئے! کُوم سړے چه ځان بادشاه کوى هغه دَ رُومى قيصر مُخالفت کوى!“