John 19:21 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا د يهوديانو مشرانو اِمامانو پيلاطوس ته ووئيل، ”دا مۀ ليکئ چې د يهوديانو بادشاه، بلکې داسې وليکئ چې، دۀ وئيلى وُو چې زۀ په خپله د يهوديانو بادشاه يم.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د یهودیانو مشرانو کاهنانو پیلاتوس ته وویل: «تا ولې ولیکل چې هغه د یهودیانو پاچا دی؟ تا باید لیکلي وای چې هغه دعوه کوي چې د یهودیانو پاچا دی.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا دَ يهوديانو مشر کاهن پيلاطوس ته ووئيل، ”تۀ دا مه ليکه چه دَ يهوديانو بادشاه، خو دا وليکه چه ئے وئيلى وُو چه زَۀ دَ يهوديانو بادشاه يم.“