John 19:23 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې سپاهيانو عيسىٰ په سولۍ کړو، هغوئ د هغۀ جامې راواخستې او په څلورو برخو يې تقسيم کړې، د هر يو سپاهى دپاره يوه برخه، او چُوغه يې روغه پرېښوده. ځکه چُوغه لا ګنډلے شوې نۀ وه او د سر نه تر ښکته پورې ټوله د يوې ټوټې وه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې عسکرو عیسی په صلیب باندې ځوړند کړ نو د هغه کالي یې راواخیستل او په څلورو برخو یې سره ووېشل، هر یو عسکر یوه برخه واخیستله او د هغه کمیس یې هم واخیست. دا کمیس د پاس نه نیولې تر ښکته پورې د یوې ټوټې نه اوبدل شوې ؤ او هېڅ درز په کې نه ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کُومو سپاهيانو چه عيسىٰ په سولئ کړے وو هغوئ دَ هغۀ جامے واخستے اَؤ په څلور ځايه ئے وويشلے، دَ هر يو سپاهى دَ پاره يوه، اَؤ چُوغه ئے پريښوده. چُوغه ګنډلے شوے نۀ وه اَؤ ټوله يوه ټوټه اَؤدلے شوى وه.