John 19:24 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مونږ ته دا څيرى کول نۀ دى په کار، راځئ چې پرې پچه واچوو، وبه ګورو چې د چا رسيږى.“ دغه شان د صحيفې ليک پوره شو چې، ”هغوئ زما جامې په خپلو کښې تقسيم کړې او زما په چُوغه يې پچه واچوله.“ هم دغه شان سپاهيانو وکړل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو عسکرو یو بل ته سره وویل: «راځئ چې دا څېرې نه کړو او پچه ورباندې واچوو او وګورو چې د چا کیږي.» داسې وشول ترڅو د خدای کلام هغه لیکنه رښتیا شي: «اچوي پچه دوی زما په جامو او وېشي یې په خپل منځ کې.» نو عسکرو همدا کار وکړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مُونږ ته دا څيرے کول نۀ دى په کار، راځئ چه پرے هسک واچوو چه چا ته ملاويږى.“ دغه شان دَ صحيفے ليک دُرست ثابت شو، ”هغوئ زما جامے په خپلو کښے وويشلے اَؤ زما په چُوغه ئے هسک واچولو.“ دغه شان سپاهيانو وکړل.