John 19:29 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هلته يو لوښے د تروې سرکې نه ډک پروت وو. نو هغوئ يو اسفنج په کښې لوند کړو او د ويلنې په څانګه يې کېښودو او دا يې د عيسىٰ شونډو ته ورورسولو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په هغه ځای کې د عادي شرابو نه ډک یو لوښی پروت ؤ. هغوی یو اسفنج په تروو شرابو باندې لوند کړ او د وېلنې د څانګې په سر یې کېښود او د هغه خولې ته یې ونیوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هلته يو لوښے دَ سرکے نه ډک پروت وو. نو هغوئ يو اسپنج په سرکه کښے ډُوب کړو اَؤ دَ زوفا په نلکئ ئے کيښودو اَؤ دَ هغۀ شُونډو ته ئے ورورسولو.