John 19:31 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اوس دا د فسح دپاره د تيارۍ کولو د جمعې ورځ وه او راتلونکې ورځ د خاص سبت وه. په دې وجه يهوديانو نۀ غوښتل چې د سبت په ورځ دې مړى په سولۍ پاتې شى، نو هغوئ پيلاطوس ته خواست وکړو چې د دوئ پښې دې ماتې کړے شى او مړى دې راکوز کړے شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
څرنګه چې دا د فسحې د تیارلو ورځ وه او یهودیانو نه غوښتل چې په صلیب باندې د ځوړند شویو مړي د هغه ځانګړي سبت په ورځ پاتې شي، نو هغوی د پیلاتوس نه وغوښتل چې د هغوی پښې ماتې کړي او کله چې هغوی مړه شي نو د صلیب نه یې راښکته کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چُونکه دا دَ فسح دَ تيارئ کولو ورځ وه نو يهوديانو پيلاطوس ته خواست وکړو چه په سولئ شوو پښے دِ ماتے کړے شى اَؤ مړى دِ راکُوز کړى چه دَ سبت په ورځ مړى په سولئ پاتے نۀ شى ځکه چه دا دَ سبت ډيره لويه ورځ وه.