John 19:6 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور محافظانو هغه وليدو هغوئ چغې کړې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ. دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ پيلاطوس هغوئ ته ووئيل چې، ”دے بوځئ او په خپله يې په سولۍ کړئ ځکه چې ما د دۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې مشرانو کاهنانو او د خدای د کور ساتونکو هغه ولیده، نو په چیغو یې پیل وکړ او ویل یې: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړه! هغه په صلیب باندې ځوړند کړه!» پیلاتوس هغوی ته وویل: «هغه بوځئ او په خپله یې په صلیب باندې ځوړند کړئ، ځکه چې زه په هغه کې کوم جرم نه وینم.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
مشرانو کاهنانو اَؤ دَ خُدائے دَ کور مُحافظانو هغه وليدو اَؤ چغے ئے کړے، ”دَئے په سولئ کړه! په سولئ ئے کړه!“ پيلاطوس ووئيل چه ”دَئے بوزئ اَؤ په خپله ئے په سولئ کړئ ځکه چه ما دَ دَۀ خلاف هيڅ جُرم ونۀ مُوندلو.“