John 20:2 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو هغه په منډه شمعون پطروس او هغه بل مريد له راغله چا سره چې عيسىٰ مينه کوله او ورته يې ووئيل چې، ”هغوئ مالِک د قبر نه وړے دے، او مونږ ته دا پته نشته چې کوم ځائ هغوئ د هغۀ لاش ښخ کړے دے.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو هغه په منډه منډه شمعون پطروس او هغه شاګرد ته چې په عیسی باندې ډېر ګران ؤ ورغله او هغوی ته یې وویل: «هغوی زمونږ د عیسی مړی د قبر نه وړی او مونږ نه پوهېږو چې په کوم ځای کې یې اچولی دی.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو هغے په شمعُون پطروس اَؤ هغه بل مُريد پسے دَؤ کړو چا سره چه عيسىٰ مينه کوله اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”هغوئ خو مالِک دَ قبر نه وړے دے، اَؤ دا نۀ ده معلُومه چه کُوم ځائے ئے هغه ښخ کړے دے.“