John 21:15 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د ناشتې نه پس عيسىٰ شمعون پطروس ته وفرمائيل، ”شمعونه د يوحنا زويه، تۀ د نورو ټولو نه ما سره زياته مينه کوې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”آو مالِکه، تا ته پته ده چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”نو بيا زما ګډورى وڅروه.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د ډوډۍ خوړلو نه وروسته عیسی د شمعون پطروس نه پوښتنه وکړه: «ای د یوحنا زویه شمعونه، ته د دې نورو نه زما سره زیاته مینه کوې؟» پطروس ځواب ورکړ: «هو، استاذه، ته پوهېږې چې په ما باندې ګران یې.» عیسی وویل: «زما په وریو باندې پام کوه.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ خوراک نه پس عيسىٰ شمعُون پطروس ته ووئيل، ”شمعُونه دَ يوحنا زويه! تۀ دَ نورو ټولو نه ګنى ما سره زياته مينه لرے څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چه ”هو مالِکه! تا ته معلُومه ده چه زَۀ تا سره مينه کوم.“ هغۀ ورته ووئيل چه ”بيا نو زما ګډورى وڅروه.“