John 21:16 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په دوېم ځل هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس ورته ووئيل، ”آو، مالِکه، تا ته ښۀ پته ده چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”نو بيا زما ګډې سمبالې کړه.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی په دوهم ځل هغه نه پوښتنه وکړه: «ای د یوحنا زویه شمعونه، ایا زما سره مینه کوې؟» پطروس ځواب ورکړ: «هو، استاذه، ته پوهېږې چې زه ستا سره مینه کوم.» عیسی هغه ته وویل: «زما په پسونو باندې پام کوه.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په دويم ځل هغۀ تپوس وکړو چه ”شمعُون دَ يوحنا زويه! تۀ ما سره مينه کوے؟“ پطروس ووئيل، ”هو مالِکه! تا ته معلُومه ده چه زَۀ تا سره مينه کوم.“ هغۀ ورته ووئيل، ”نو بيا زما ګډے سمبالے کړه.“