John 21:17 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په درېم ځل عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس په دې خبره غمژن شو ځکه چې هغۀ ترې په درېم ځل دا تپوس وکړو چې، ”تۀ ما سره مينه کوې؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زما ګډې وڅروه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په درېم ځل عیسی د هغه نه پوښتنه وکړه: «ای د یوحنا زویه شمعونه، ایا ته زما سره مینه کوې؟» پطروس غمجن شو ځکه چې هغه ترې په درېم ځل دا پوښتنه وکړه: «ایا ته زما سره مینه کوې؟» نو پطروس هغه ته وویل: «استاذه، ته د هرڅه نه خبر یې، ته پوهېږې چې په ما باندې ګران یې.» عیسی هغه ته وویل: «زما په پسونو باندې پام کوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په دريم ځل هغۀ ووئيل چه ”شمعُون دَ يوحنا زويه! آيا تۀ ما سره مينه کوے؟“ پطروس په دے خبره غمژن شو چه هغۀ ترے په دريم ځل دا تپوس وکړو چه تۀ ما سره مينه کوے؟ هغۀ ووئيل، ”مالِکه! تا ته هر څۀ معلُوم دى اَؤ تا ته ښه معلُومه ده چه زَۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ ووئيل، ”زما ګډے وڅروه.