John 21:19 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ دا خبره د دې راز څرګندولو دپاره وکړه چې پطروس به په دغه شان شهيد کړے شى چې د خُدائ پاک جلال به په کښې څرګند شى. بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی دا خبره د دې دپاره وکړه چې دا ښکاره کړي چې پطروس به په څه ډول مړ کیږي، ترڅو خدای ته جلال ورکړي. بیا عیسی هغه ته وویل: «ما پسې راځه.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ دا خبره دا ظاهرولو دَ پاره وکړه چه پطروس به په داسے مرګ وژلے کيږى چه دَ خُدائے جلال به په کښے څرګند شى. بيا هغۀ دا ووئيل چه ”په ما پسے راځه.“