John 21:20 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
پطروس راوګرځېدو او هغه مريد يې په ځان پسې راروان وليدلو د چا سره چې عيسىٰ مينه کوله، هغه چې د ماښام د روټۍ په وخت کښې عيسىٰ سره نزدې ناست وو او دا تپوس يې ترېنه کړے وو چې، ”مالِکه، هغه څوک دے چې په تا به مُخبرى کوى؟“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
پطروس مخ راواړاوه او ویې لیدل چې هغه شاګرد ورپسې شاته راروان دی چې په عیسی باندې ډېر ګران ؤ، یعنې هغه شاګرد چې د ماښام ډوډۍ په وخت کې د عیسی په څنګ کې ناست ؤ او پوښتنه یې ترې کړې وه: «استاذه، هغه څوک دی چې تا به خپلو دښمنانو ته تسلیموي؟»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
پطروس راوګرزيدو اَؤ هغه مُريد ئے په ځان پسے وليدلو دَ چا سره چه عيسىٰ مينه کوله، هغه چه دَ ډوډئ په وخت هغۀ ته راکښته شوے وو اَؤ دا تپوس ئے ترے کړے وو چه ”مالِکه! هغه څوک دے چه په تا به مُخبرى کوى؟“