John 21:23 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په دې وجه د ايماندارانو په مينځ کښې دا خبره خوره شوه چې دا مريد به نۀ مرى. خو عيسىٰ دا نۀ وُو فرمائيلى چې هغه به نۀ مرى، هغۀ صرف وفرمائيل، ”کۀ زۀ وغواړم چې هغه دې تر هغې ژوندے پاتې شى ترڅو چې زۀ بيا راشم، نو ستا په دې کښې څۀ؟“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو د عیسی د پیروانو په منځ کې دا خبره خپره شوه چې هغه شاګرد به نه مړ کیږي، خو عیسی داسې ونه ویل چې هغه به نه مړ کیږي، هغه یوازې دا ویلي وو: «که زه وغواړم چې هغه دې زما تر راتګ پورې ژوندی پاتې شي، نو په دې کې ستا څه کار دی؟»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ عيسىٰ دا وينا په مُريدانو کښے مشهُوره شوه اَؤ دا مطلب ترے واخستے شو چه ګنى دغه مُريد به نۀ مرى، خو عيسىٰ تش دا وئيلى وُو ”که دا زما رضا وى چه هغه دِ تر هغے پاتے شى کله چه زَۀ بيا راشم نو ستا په دے کښے څۀ؟“