John 21:25 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو نور هم ډېر کارونه دى چې عيسىٰ کړى وُو، کۀ چرې دا ټول ليکلے شوے وے نو زما دا خيال دے چې په ټوله دُنيا کښې به د هغه ليکلے شوو کتابونو ځائ نۀ وے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی ډېر نور کارونه هم کړي دي. که هغه ټول په کتابونو کې لیکل شوي وای، نو زه ګومان کوم چې په ټوله نړۍ کې به د دې لیکل شویو کتابونو دپاره هېڅ ځای نه وای.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نور هم ډير څۀ دى چه عيسىٰ کړى وُو، که چرے دا ټول په تفصيل سره ليکلے شوے وے نو زما دا خيال دے چه په ټوله دُنيا کښے به هغه کتابُونه چه په دے ليکلى شوى وئے نۀ ځائيدل.