John 21:6 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ ته يې وفرمائيل، ”د کِشتۍ ښى طرف ته جال وولئ نو تاسو به څۀ کبان ونيسئ.“ کله چې هغوئ جال وغورزولو نو هغوئ جال کِشتۍ ته نۀ شو راخېژولے ځکه چې په هغې کښې ډېر زيات کبان راګېر شوى وُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی هغوی ته وویل: «خپل جال مو د کشتۍ ښي خواته ورواچوئ نو یو څه ماهیان به ونیسئ.» نو هغوی جال ورواچاوه او دومره ډېر ماهیان یې ونیول چې دوی نه شو کولای چې جال بېرته کشتۍ ته راکاږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ ووئيل، ”دَ کِشتئ ښى لاس ته جال وولئ نو کبان به ونيسئ.“ هغوئ دغه شان وکړل اَؤ څۀ ګورى چه هغوئ جال کِشتئ ته نه شو راخيژولے ځکه چه په هغۀ کښے دومره ډير کبان راګير شوى وُو.