John 21:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا هغه مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله پطروس ته ووئيل، ”دا خو مالِک دے.“ کله چې شمعون پطروس دا واورېدل چې دا مالِک دے نو هغۀ زر خپل قميص واچولو ځکه چې هغۀ خپل قميص کوز کړے وو او درياب ته يې ودانګل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا هغه شاګرد چې په عیسی باندې ډېر ګران ؤ پطروس ته وویل: «هغه سړی چې د بحیرې په غاړه ولاړ دی، هغه زمونږ استاذ دی!» کله چې شمعون پطروس دا خبره واورېدله چې هغه عیسی دی، نو خپل لنګ یې وتاړه، ځکه چې هغه خپل لنګ ویستلی ؤ او اوبو ته یې ورټوپ کړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا هغه مُريد چه عيسىٰ ورسره مينه کوله پطروس ته ووئيل، ”دا خو مالِک دے!“ کله چه شمعُون پطروس دا واؤريدل نو هغۀ خپله چُوغه واغوسته ځکه چه هغه بربنډ وو اَؤ درياب ته ئے ودانګل.