John 3:11 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ درته رښتيا وايم چې مونږ هغه څۀ وايو چې څۀ راته معلوم دى او د هغې ګواهى ورکوو چې څۀ مو ليدلى دى، خو اوس هم تاسو زمونږ ګواهى نۀ منئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په یقین سره زه تاته دا وایم چې مونږ د هغو شیانو په هکله خبرې کوو چې ورباندې پوهېږو او څه چې مو لیدلي دي د هغو په هکله شاهدي ورکوو، خو بیاهم تاسو زمونږ په خبرو باندې باور نه کوئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زَۀ درته رښتيا رښتيا وايم چه مُونږ هغه څۀ وايو چه څۀ راته معلُوم دى اَؤ دَ هغۀ شهادت کوُو چه څۀ مو ليدلى دى خو بيا هم تاسو زمُونږ شهادت نۀ منئ.