John 3:2 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغه عيسىٰ له د شپې راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ ته معلومه ده چې تۀ هم هغه اُستاذ يې چې خُدائ پاک رالېږلے يې. ځکه چې هيڅوک هم دا معجزې چې ته يې کوې نۀ شى کولے خو کۀ خُدائ پاک ورسره مل نۀ وى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
یوه شپه هغه عیسی ته راغی او ورته ویې ویل: «استاذه، مونږ پوهېږو چې ته یو ښوونکی یې چې د خدای له خوا رالېږل شوی یې. کومې نښې چې ته یې ښایې هغه هېڅوک نه شي ښودلی ترڅو پورې چې خدای ورسره مل نه وي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغه عيسىٰ له دَ شپے راغے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اُستاذه! مُونږ ته معلومه ده چه تۀ دَ خُدائے راليږلے اُستاذ يئے. هيڅوک هم دا نخښے چه تۀ ښکاره کوے، نۀ شى ښودلے اَؤ که خُدائے ورسره نۀ وى.“