John 3:29 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ناوې د وادۀ د زلمى وى او د وادۀ د زلمى دوست څوک چې ورسره نزدې ولاړ وى نو هغه چې کله د هغۀ خبرې اورى، نو د زلمى په آواز اورېدو ډېر خوشحاليږى. نو دغه شان زما خوشحالى هم پوره کيږى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ناوې د زوم وي. د زوم ملګری چې په څنګ کې یې ولاړ وي او د هغه خبرې اوري، نو د زوم د اواز په اورېدلو سره خوشحالیږي. په همدې ډول زما خوشحالي هم پوره کیږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ناوے دَ وادۀ دَ زلمى وى اَؤ دَ وادۀ دَ زلمى دوست څوک چه ولاړ وى اَؤ دَ هغۀ خبرے آؤرى، هغه دَ وادۀ دَ زلمى په آواز آؤريدو دَ خوشحالئ نه په جامو کښے نۀ ځائيږى. دا خوشحالى اوس زما پُوره شوه.