John 4:27 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په دغه وخت د هغۀ مريدان واپس راغلل او ډېر حېران شول چې هغه يې يوې ښځې سره په خبرو وکتلو خو په هغوئ کښې يو کس هم ونۀ وئيل چې، ”تۀ د دې نه څۀ غواړې،“ يا ”تۀ د دې سره خبرې ولې کوې؟“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په دې وخت کې د عیسی شاګردان بېرته راغلل او کله چې هغوی ولیدل چې هغه د یوې ښځې سره خبرې کوي، نو حیران شول خو په هغوی کې یو هم پوښتنه ونه کړه: «ته د هغې نه څه غواړې؟» یا «ته ولې د هغې سره خبرې کوې؟»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په دغه وخت دَ هغۀ مُريدان بيرته راغلل اَؤ په دے خبره حيران شول چه هغه يوے ښځے سره خبرے کوى خو په هغو کښے يو کس هم ونۀ وئيل چه تۀ څۀ غواړے، يا تۀ دَ دے سره خبرے ولے کوے؟