John 4:46 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ يو ځل بيا د ګليل قانا نومې ځائ ته لاړو چرته چې هغۀ اوبۀ په ميو بدلې کړې وې. هلته يو سرکارى آفسر وو چې زوئ يې په کفرنحُوم کښې ناجوړه پروت وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو عیسی یوځل بیا په جلیل کې قانا نومي ځای ته چې هغه په کې اوبه په شرابو باندې بدلې کړې وې، لاړ. هلته د دولت یو مامور ؤ چې زوی یې په کپرناحوم کې ناروغه پروت ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ يو ځل بيا په ګليل کښے قانا نُومے ځائے ته لاړو چرته چه هغۀ له اوبو نه مئے جوړ کړى وُو. هلته يو سرکارى حاکم وو چه زوئے ئے په کفرنحُوم کښے ناجوړه پروت وو.