John 5:14 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د دې نه پس عيسىٰ هغه د خُدائ په کور کښې وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”وګوره، تۀ ښۀ شوے يې. نوره ګناه مۀ کوه، چې د دې نه درته زيات تکليف پېښ نۀ شى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
وروسته بیا عیسی هغه سړی د خدای په کور کې پیدا کړ او ورته ویې ویل: «ګوره، اوس چې ښه شوی یې نو نوره ګناه مه کوه، که نه نو د دې نه به هم د زیاتو کړاوونو سره مخ شې.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
لږ ساعت پس عيسىٰ هغه دَ خُدائے په کور کښے وليدو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”اوس چه تۀ بيا ښۀ شوے يئے نو ګُناه کول پريږ ده، ګنى دَ دے نه به هم درته زيات تکليف پيښ شى.“