John 5:18 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په دې وجه يهوديان نور هم د هغۀ په مرګ پسې شول ځکه چې يواځې دا نه چې هغۀ د سبت حُکم ماتولو بلکې هغۀ خُدائ پاک ته خپل پلار وئيلو او خپل ځان يې د خُدائ پاک سره برابر ګڼلو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د عیسی په دې خبره د یهودیانو مشرانو هڅه وکړه چې هغه ووژني، ځکه چې یوازې دا نه چې هغه د سبت قانون مات کړی دی بلکې په دې هم چې هغه خدای ته خپل پلار ووایه او په دې ډول یې خپل ځان د خدای سره برابر وګاڼه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په دے يهوديان نور هم دَ هغۀ په مرګ پسے شول ځکه چه يواځے دا نه چه هغۀ دَ سبت حُکم ماتولو بلکه دا هم چه هغۀ خُدائے ته خپل پلار وئيل اَؤ دَ هغۀ سره ئے دَ برابرئ دعوىٰ کوله.