John 5:19 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ هغوئ ته دا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، زوئ په خپله هيڅ نۀ شى کولے بې له هغه کار نه چې خپل پلار يې په کولو ليدلے وې. ځکه څۀ چې پلار کوى هم هغه شان يې زوئ کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې زوی نه شي کولای چې له خپله ځانه کوم کار وکړي، بلکې یوازې هغه کار کوي چې هغه یې ویني چې پلار یې کوي. څه چې پلار کوي هغه زوی هم کوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ دے اِلزام په جواب کښے عيسىٰ ووئيل چه ”زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم، زوئے په خپله هيڅ نۀ شى کولے بے له هغه کار نه چه وينى چه پلار ئے کوى. څۀ چه پلار کوى هغه زوئے هم کوى.