John 5:24 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په یقین سره زه تاسو ته دا وایم څوک چې زما خبرو ته غوږ نیسی او په هغه چا باندې ایمان راوړي چې زه یې رالېږلی یم، نو هغه تلپاتې ژوندون لري. هغه به محاکمه نه شي، بلکې هغه لا پخوا د مرګ نه تېر شوی او ژوند یې پیل کړی دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
رښتيا رښتيا تاسو ته وايم، کُوم سړے چه زما خبرو ته غوږ ږدى اَؤ په هغه چا باور لرى چه زَۀ ئے را استولے يم هغه تل عُمرى ژوندوُن لرى اَؤ په هغۀ به دَ سزا حُکم ونۀ شى ځکه چه هغه دَ مخکښے نه دَ مرګ نه ژوندُون ته آؤړيدلے دے.