John 5:25 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، يو وخت داسې راروان دے بلکې راغلے دے چې مړى به د خُدائ پاک د زوئ آواز اورى او چې څوک يې واورى هغه به راژوندى شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغه وخت به راشي، بلکې راغلی دی چې مړي به د خدای د زوی اواز اوري او هرڅوک یې چې واوري هغه به راژوندی شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
رښتيا رښتيا تاسو ته وايم، يو وخت داسے راروان دے اَؤ بے شکه چه هغه بيا راغلے دے چه مړى به دَ خُدائے دَ زوى آواز آؤرى اَؤ چه څوک ئے واؤرى هغه به راژوندى شى.