John 5:30 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ په خپله هيڅ نۀ شم کولے. څنګه چې خُدائ پاک ما ته فرمائى زۀ هم هغسې فېصله کوم او زما فېصله درسته وى ځکه چې زۀ خپله مرضى نه بلکې د هغه چا مرضى پوره کوم چا چې زۀ رالېږلے يم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زه په خپل اختیار هېڅ نه شم کولای. زه د خلکو په هکله هغه قضاوت کوم چې د خپل پلار نه یې اورم. نو کله چې د هغوی په هکله قضاوت کوم هغه قضاوت د انصاف له مخې وي، ځکه چې زه خپله رضا نه بلکې د هغه چا رضا پوره کوم چې زه یې رالېږلی یم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زَۀ په خپله هيڅ نۀ شم کولے. زَۀ فيصله کوم څنګه چه ما ته وئيلى شوى دى اَؤ زما فيصله هم دَ اِنصاف ده ځکه چه زما مقصد زما دَ مرضئ نۀ دے بلکه دَ هغۀ دَ مرضئ دے چا چه زَۀ راليږلے يم.