John 6:15 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې عيسىٰ د هغوې په نيت پوهه شو چې هغوئ هغه خپل بادشاه جوړول غواړى نو هغه په خپله غرۀ ته واپس لاړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا عیسی پوه شو چې هغوی نیت لري چې راشي او هغه په زوره بوځي او پاچا یې کړي. نو هغه بېرته د غونډیو سیمې ته لاړ چې هلته یوازې واوسیږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ چه دَ دے نه خبر شو چه هغوئ دَ هغۀ دَ نيولو اَؤ خپل بادشاه جوړولو په اِراده دَ راتلو نيت لرى نو هغه بيرته غرۀ ته ستُون شو.