John 6:27 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د فاني خوړو دپاره خواري مه کوئ بلکې د هغو خوړو دپاره خواري وکړئ چې د تلپاتې ژوندون پورې پاتې کیږي، یعنې هغه خواړه چې د انسان زوی به یې تاسو ته درکوي. ځکه چې پلار خدای هغه ته اختیار ورکړی دی چې داسې وکړي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
تاسو خوارى وکړئ، نۀ صرف دَ دے فانى ډوډئ دَ پاره بلکه دَ هغے ډوډئ دَ پاره چه دَ تل تر ژوندُون پورے پاتے کيږى. اَؤ اِبن آدم به تاسو ته دا ډوډئ درکړى ځکه چه هم په هغۀ باندے پلار يعنے خُدائے په خپله دَ اِختيارمند کيدو مُهر لګولے دے.“