John 6:32 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا موسىٰ نۀ وو چې تاسو له يې د آسمان نه من درکړل بلکې دا زما پلار دے چې تاسو له د آسمان نه حقيقى روټۍ درکوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دا موسی نه ؤ چې تاسو ته یې د اسمان نه ډوډۍ درکړله بلکې زما پلار درکوله او اوس هغه تاسو ته د اسمان څخه رښتینې ډوډۍ درکوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه دا رښتيا نۀ دى چه مُوسىٰ تاسو ته دَ آسمان نه رښتينے ډوډئ درکوله بلکه دا رښتيا دى چه زما پلار تاسو ته دَ آسمان نه ډوډئ درکوى.