John 6:53 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ترڅو چې تاسو د اِبن آدم بدن ونۀ خورئ او د هغۀ وينه ونۀ څښئ نو تاسو کښې به ابدى ژوندون نۀ وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تر هغې پورې چې تاسو د انسان د زوی بدن ونه خورئ او د هغه وینه ونه څښئ، نو تاسو به تلپاتې ژوندون ونه لرئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ جواب ورکړو، ”په رښتيا رښتيا زَۀ تاسو ته وايم چه تر څو چه تاسو دَ اِبن آدم جُسه ونۀ خورئ اَؤ دَ هغۀ وينه ونۀ څښئ تر هغے تاسو په ځان کښے ژوندُون نۀ شئ ليدے.