John 6:65 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”دغه وجه ده چې ما تاسو ته وفرمائيل چې، هيڅوک هم ما ته نۀ شى راتلے ترڅو چې پلار ورته دا توفيق ورنۀ کړى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا هغه وویل: «په همدې سبب ما تاسو ته وویل چې هېڅوک نه شي کولای ماته راشي، ترڅو پورې چې پلار ورته دا توان ورکړی نه وي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه هغۀ ووئيل چه ”دغه وجه ده چه ما تاسو ته ووئيل چه هيڅوک هم ما ته نۀ شى راتلے تر څو چه پلار ورته دا توان ورکړے نۀ وى.“