John 7:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او په ګڼه کښې د هغۀ په حقله ګنګوسے روان وو. چا به وئيل چې، ”هغه ښۀ سړے دے،“ خو ځينو به وئيل چې، ”نه، هغه خلق بېلارې کوى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د خلکو په منځ کې د هغه په هکله ګونګسې راپیدا شوې. ځینو ویل: «هغه ښه سړی دی.» او نورو ویل: «هغه خلک بې لارې کوي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ په ګڼه کښے دَ هغۀ په حقله دا ګنګوسے روان وو، چا به وئيل چه ”هغه ښۀ سړے دے،“ خو نورو به وئيل چه ”نه، هغه خلق بے لارے کوى.“