John 7:23 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ تاسو د سبت په ورځ ماشوم سنتوئ د دې دپاره چې د موسىٰ شريعت مات نۀ شى نو بيا تاسو زما نه په دې وجه ولې خفه يئ چې ما د سبت په ورځ د يو سړى پوره بدن روغ کړو؟
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که چېرې تاسو خپل زامن د سبت په ورځ سنتوئ چې د موسی شریعت مات نه شي، نو بیا ولې په ما باندې په قهر یئ چې د سبت په ورځ مې یو سړی روغ رمټ کړ؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ښه، نو که تاسو دَ سبت په ورځ سُنتونه کوئ دَ دے دَ پاره چه دَ مُوسىٰ دَ شريعت حُکم مات نۀ شى نو بيا تاسو زما نه په دے وجه خفه يئ چا ما دَ سبت په ورځ يو سړے بلکل ولے روغ کړو؟