John 7:28 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا عيسىٰ چې کله د خُدائ په کور کښې تعليم ورکولو نو چغه يې کړه، ”تاسو ما پېژنئ او تاسو ته پته ده چې زۀ د کوم ځائ يم. خو زۀ په خپله مرضۍ نۀ يم راغلے. خو چا چې زۀ رالېږلے يم هغه رښتونے دے، او تاسو هغه نۀ پېژنئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کوم وخت چې عیسی د خدای په کور کې تعلیم ورکاوه نو په لوړ اواز یې وویل: «هو، تاسو ما پېژنئ او په دې پوهېږئ چې زه د کوم ځای یم. خو زه په خپله خوښه نه یم راغلی، هغه چا چې زه رالېږلی یم هغه رښتینی دی او تاسو هغه نه پېژنئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په دغه وخت عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے دَ تعليم په دوران کښے چغه وويستله چه ”بے شکه په رښتيا چه تاسو ما پيژنئ. په رښتيا چه تاسو دَ دے نه هم خبر يئ چه زَۀ له کُومے راغلے يم. خو بيا هم زَۀ په خپله مرضئ نۀ يم راغلے، زَۀ هغه چا را استولے يم څوک چه رښتينے دے اَؤ تاسو ئے نۀ پيژنئ.