John 8:24 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. کۀ چرې تاسو په دې باور نۀ کوئ چې زۀ هغه يم، يعنې، زۀ هم هغه پېغمبر يم نو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو ځکه مې تاسو ته وویل چې تاسو به په خپلو ګناهونو کې مړه شئ. که چېرې تاسو په دې باندې ایمان رانه وړئ چې زه هماغه یم، نو په خپلو ګناهونو کې به مړه شئ.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه ما تاسو ته ووئيل چه تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ. که چرے تاسو په دے باور نۀ کوئ چه زَۀ چه يم هغه يم، نو تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ.“