John 8:28 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې تاسو اِبن آدم په سولۍ وخېژوئ نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ هغه يم، او زۀ په خپل اختيار هيڅ نۀ کوم خو زۀ هغه څۀ وايم، د څۀ چې پلار ما له تعليم راکړے دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو عیسی هغوی ته وویل: «کله چې تاسو د انسان زوی په صلیب وخېژوئ، نو بیا به پوه شئ چې زه هماغه یم. زه د خپل ځانه کوم کار نه کوم، بلکې هغه خبرې کوم چې پلار مې راته ښودلې دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”کله چه تاسو اِبن آدم پورته وخيژوئ نو پوهه به شئ چه زَۀ چه يم هغه يم. زَۀ په خپل اِختيار هيڅ نۀ کوم خو هر څۀ چه زَۀ وايم، دَ دے تعليم ما ته زما پلار راکړے دے.