John 8:42 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کۀ خُدائ پاک ستاسو پلار وے نو تاسو به ما سره مينه کولے ځکه چې زۀ د خُدائ پاک نه راغلے يم او اوس دلته يم. زۀ په خپله مرضۍ نۀ يم راغلے بلکې زۀ هغۀ رالېږلے يم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی هغوی ته وویل: «که خدای په رښتیا ستاسو پلار وای نو تاسو به زما سره مینه کولای، ځکه چې زه د خدای له خوا راغلی یم او اوس دلته یم. زه په خپل سر نه یم راغلی بلکې هغه رالېږلی یم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ ورته ووئيل چه ”که خُدائے ستاسو پلار وَئے نو تاسو به ما سره مينه کولے ځکه چه زَۀ دَ خُدائے نه راغلے يم اَؤ دلته يم. زَۀ په خپله مرضئ نۀ يم راغلے بلکه زَۀ هغۀ را استولے يم.