John 8:44 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو تاسو د خپل پلار اِبليس بچى يئ او تاسو په خپله خوښه د هغۀ خواهشونه پوره کوئ. هغه د اول نه قاتل وو او په حقيقت نۀ دے ولاړ ځکه چې په هغۀ کښې څۀ حقيقت نشته. کله چې هغه دروغ وائى نو د خپل فطرت په مطابق يې وائى ځکه چې هغه دروغژن دے او د دروغو پلار دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
تاسو د خپل پلار یعنې شیطان اولادونه یئ او د خپل پلار په خوښه کارونه کوئ. هغه له پیل نه قاتل ؤ او هېڅکله د حقیقت طرفدار نه دی، ځکه چې هغه هېڅکله حقیقت نه دي ویلي. کله چې هغه دروغ وایي، نو له خپله ځانه یې وایي ځکه چې هغه دروغجن دی او د ټولو دروغو پلار دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ستاسو پلار اِبليس دے اَؤ تاسو دَ پلار په خوښه عمل کوئ. هغه دَ اوله سره قاتل وو اَؤ په حقيقت کښے پاتے نۀ شو اَؤ نۀ په کښے څۀ حقيقت شته. هر کله چه هغه څۀ دروغ وائى نو هغه دَ خپله ځانه وائى ځکه چه هغه دروغژن دے اَؤ پلار دَ دروغو دے.