John 8:54 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ چرې زۀ د خپل ځان لوئى وکړم نو زما لوئى بېمطلبه ده. هغه څوک چې ما له لوئى راکوى هغه زما پلار دے د چا په حقله چې تاسو وايئ چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی ځواب ورکړ: «که زه خپل ځان لوی وګڼم نو دا لویې به هېڅ معنی ونلري. خو دا زما پلار دی چې ماته لویي راکوي، هماغه څوک چې تاسو وایئ چې زمونږ خدای دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ جواب ورکړو، ”که چرے زَۀ خپل صفت وکړم نو زما صفت کول څۀ معنىٰ نۀ لرى، خو دا زما پلار دے چه زما صفت کوى، دَ هغۀ چه تاسو ورته خُدائے وايئ،