John 9:7 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او ورته يې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د سيلوم په تالاب کښې يې ووينځه.“ د دې لفظ معنىٰ ده، لېږلے شوے، نو هغه سړے لاړو، سترګې يې ووينځلې او چې واپس راغلو بينا شوے وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او ورته ویې ویل: «لاړ شه او د سیلوام په حوض کې خپلې سترګې ووینځه.» (د سیلوام معنی ده لېږل شوی.) نو هغه سړی لاړ، خپلې سترګې یې ووینځلې او بېرته چې راغی نو بینا شوی ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”لاړ شه اَؤ دَ شيلوخ په تالاؤ کښے ئے ووينځه.“ دَ دے تالاؤ نُوم معنىٰ ده، ليږلے شوے. هغه سړے لاړو، هلته ئے سترګے ووينځلے اَؤ بينا شو اَؤ بيرته راغے.