Joshua 12:7 — Compare Translations

1 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو يشوَع او بنى اِسرائيلو د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته دې ټولو بادشاهانو له شکست ورکړو چې په دې کښې د لبنان وادۍ بعل‌جاد نه واخله په جنوب کښې د ادوم سره نزدې د خلق غر پورې علاقې شاملې وې. يشوَع دا مُلک په قبيلو باندې تقسيم کړو او دا يې ورکړو چې پوخ ميراث يې شى.