Joshua 22:27 — Compare Translations

1 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بلکې د دې دپاره مو جوړه کړه چې دا زمونږ او ستاسو او زمونږ نه پس د نسلونو دپاره يو يادګار وى، چې مونږ بې‌شکه د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې د هغۀ عبادت کوُو او هغۀ ته خپلې نذرانې وسوزوو او قربانۍ او د سلامتۍ نذرانې پېش کوُو. نو داسې ستاسو اولاد به دا خبره نۀ کوى چې د مالِک خُدائ سره زمونږ هيڅ کار نشته.