Jude 1:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې دا ګنده خلق ستاسو په مېلمستيا کښې تاسو سره په خوراک څښاک شراکت کوى نو هغوئ په ډېر بېادبۍ سره خوراک کوى لکه د هغه شپونکو په شان چې صرف خپله ګېډه ډکوى. هغوئ د هغه بېبارانه وريځو په شان دى چې هوا په مخه کړې وى، او د منى د بېمېوې ونو په شان دى چې په دواړه اړخه مړې وى، يعنې د بېخه ويستلے شوې وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی ستاسو د ملګرتیا مېلمستیاوې خرابوي، ځکه چې په بې شرمۍ سره خوري او څښي او یوازې د خپلو ځانونو په فکر کې دي. هغوی د بې بارانه ورېځو په شان دي چې بادونه یې ځغلوي. هغوی د مني بې مېوې ونې دي چې له بېخه ویستل شوې او بیخي مړې دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغوئ ستاسو دَ خوراک څښاک په ميلمستياؤ کښے دَ شامليدو سره دَ مينے اَؤ دَ محبت موقعه خرابوى لکه چه داغُونه دَ څۀ څيز ښکلا خرابوى، هغوئ بے دريغه عيش کوى اَؤ خپلے ګيډے ډکوى. دا دَ بے بارانه وريځو په شان دى چه هوا په مخه کړے وى، دا دَ منى دَ مُوسم دَ ونو په شان دى چه په دواړه اړخه مړۀ دى، يعنے بے ميوے دى اَؤ دَ ويخه راويستلى شوى دى.